په ایتوپیا کې څه باندې اتیا کسان داعش وسله ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي
په ایتوپیا کې څه باندې اتیا کسان په داعش وسله والې ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.دغه کسان چې د سومالیا په پانتلند سیمه کې روزل شوي وو، غوښتل يې چې ایتوپیا کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.د اتیوپیايي چارواکو په خبره، دا کسان د پلازمینې ادیسه بابا په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې نیول شوي دي.د ایتوپیا اړیکې له سومالیا سره په دې هېواد کې د الشباب په نوم د یوې وسلې والې ډلې د فعالیتونو له کبله ترینګلي دي.