د لامبو نړیوالې لوبې نن سنګاپور کې ترسره کیږي
د لامبو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ازادو اوبو کې د لامبو د نړیوالې اتلولۍ لوبې چې دوه ځله د اوبو د ککړتیا له کبله ځنډول شوې وې، نن چهارشنبه سنګاپور کې ترسره کیږي.د فرانس پریس د راپور له مخې، په سیمه کې د "سنتوزا" ټاپو له اوبو څخه اخیستل شوې نمونې ښيي چې د اوبو کیفیت ښه شوی دی.د لس کیلو مترۍ لمبا دغه سیالۍ چې ښځینه او نرینه لوبغاړي په کې ګډون کوي، په ځایي وخت له سهاره ماسپښین ته ځنډول شوې دي.د اوبو کیفیت تېر کال د پاریس په المپیکي لوبو کې هم یوه ستونزمنه مسله شوې وه.