یوناما له ایرانه ستنو شویو سره د نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې له ایرانه ستنو شویو افغانانو سره له نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
روزا اوتونبایوا اسلام قلعه بندر ته تر سفر او هلته له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدو کتو وروسته نن سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې له وړاندې وچکالۍ ځپلی، بشري ناورین په کې دی او ۷۰ فیصده خلک یې بې وزله دي، په یوازې سر د راستنېدونکو د څپې منلو ته چمتو نه دی.
یوناما ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پيله یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ګڼ شمیر یې په زور او فشار ایستل شوي دي.
یوناما ویلي، له ایران او پاکستان او دغه راز مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د افغانانو غیر منظم ستنول باید پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او په خپله خوښه شي.