اوتونبایوا: په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه د نړۍ تر ټولو هیوادونو لوړه ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی.
نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي.
اوتونبایوا له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال، حیاتالله مهاجر فراهي، وویل چې د دوی حکومت د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو هڅې پیل کړې دي.
فراهي همداراز وویل چې د دوی د مشر په سپارښتنه کتابونه له مالیې معاف شوي دي.
د اکثرو کتاب خپرندویو ټولنو مسوولان وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د کتابونو د چاپ او پلور بازار سوړ شوی دی.
په کابل کې د کتاب فیستوال، چې پرون پرانیستل شو، نن هم دوام لري.