یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوړو له شدید فقر څخه کړېږي
یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوراک له نظره په شدید فقر کې ژوند کوي.
د همدې وضعیت له امله، د ملګرو ملتونو دا اداره یوه نوې پراخه طرحه پیلوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر ضد مبارزه وکړي، د ځايي خوړو سیستمونه، د عامه پوهاوي فعالیتونه او د ټولنې ونډه پیاوړې کړي.
د یونسیف له خبرپاڼې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې؛ ویلي، دا نوې طرحه چې«First Foods Afghanistan» نومېږي، له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې به دوام وکړي او د برېتانیا د حکومت له خوا تمویلېږي. هدف یې دا دی چې افغان کوچنیانو ته چې د تغذیې له ژور بحران سره مخامخ دي، د ښې تغذیې زمینه برابره کړي.
ګومان کېږي چې یوازې سږکال تر ۳.۵ میلیونه ډېر افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. نژدې نیمايي تر پنځو کلونو کشر ماشومان د خوراکي موادو د نه ورسیدو له کبله د ودې نه کولو په ستونزه اخته دي، او له شپږو تر ۲۳ میاشتو عمر ترمنځ تر نیمايي ډېر ماشومان یوازې یو یا دوه ډوله خواړه خوري، حال دا چې د سالم رشد لپاره پنځه ډوله خوړو ته اړتیا ده.