د شپږیزې لیګ دویمه ورځ، له غرمې مخکې بند امیر او مس عینک سیالي کوي
د افغانستان د کریکټ په شپږیزه لیګ کې نن یکشنبه په دویمه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي.لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده.له غرمې وروسته دویمه لوبه د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده.د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.