په اورکزیو کې د پاکستان ۸ ملیشه سرتیري وژل شوي دي
د پاکستان لږ تر لږه ۸ ملیشه سرتیري د وزیرستان په اورکزي ولسوالۍ کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.ځایي سرچینو نن دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نښته د همدې ملیشو پر کاروان پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.خبر کې راغلي چې ۴ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې دغه ډول پیښې زیاتې شوې دي.