خیبرپښتونخوا کې سیلابونو ۱۳کسان مړه کړي
په خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي دي.په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په مړه شوو کسانو کې نهه ماشومان، درې ښځي او یو سړی شامل دي.د دغې ادارې په خبره، د سیلابونو له کبله درې نور کسان ټپیان شوي او په زرهاوو کرنیزې ځمکې او کورونه يې ویجاړ کړي دي.د سیلابونو له کبله دا مرګژوبله په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د وروښتونو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو وړاندوینه شوې ده.