روسیې کې له زورورې زلزلزې وروسته سونامي، جاپان او امریکا کې هم د سونامی خبرداری ورکړل شوی
د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله.د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې.اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي.تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.