Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

نن د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

نن د جولای ۳۰مه، انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې د قربانیانو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د دوی له حقونو د ملاتړ لپاره نمانځل کیږي داسې مهال چې ویل کیږي د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې انساني قاچاق ته پراخه زمینه برابره ده.

د انساني قاچاق یو شمیر افغان قربانیان وايي، د امنیتي ستونزو او بې کارۍ له امله، اړ شول چې په سختو لارو قاچاقي مزلې وکړي او خپل برخلیک او ژوند د قاچاق کوونکو په لاس کې ورکړي.

وايي د تېر جمهوري نظام پر مهال د وسله وال پوځ یو غړی چې د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله اړ شوی و چې په خطرناکه او غیر قانوني لارو سفر وکړي

نوموړی وايي خپل سفر یې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان له نیمروز پیل کړ، داسې مهال چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلی وو، د پاکستان، ایران او ترکیې په لارو یې سفر وکړو او هڅه یې وکړه چې د یونان، بلغاریا او رومانیا په ګډون له بیلابیلو لارو په ګټنې اروپا ته ته ننوځي خو په خبره یې بریالی نه شو.

هغه د خپل سفر کیسه کوي وايي، "ډېرې سختې ورځې مې ولیدلې، یو ځل د بلغاریا پولیسو ونیولم، وې وهلم او شکنجه یې کړم، لاس مې هم مات شوی وو، په یوه پنجره کې یې بند کړم او د اوبو ماشین یې راباندې چالان کړو."

دی وايي د اووه میاشتو لپاره د قاچاقبرانو په لومه کې وو او وروسته د مدیترانې د اوبو له لارې افریقايي هیوادونو او بیا اروپا ته ورسېده خو په خبره یې ډیری ملګري یې په دې سختو لارو کې مړه شول.

"ډېره سخته ده، نه د سمندر له لارې او نه هم د ترکیې له لارې امکان لري، اصلا په دې لاره تګ له مرګ سره لوبې دي، انسان داسې کیږي لکه چې غوښه چې له ماشین وباسي، له دومره سختۍ او دومره ستونزو سره یو کس اروپا ته رسیږي که څه هم د رسېدو چانس یې ډېر کم وي، او بیا هلته د ډیپورټ کېدو خطر لا بیل وي، په لاره کې د لاس او پښو ماتېدو امکان ډېر زیات وي."

دی وايي په دې برخه کې باید انسان شعوري انتخاب وکړي او ځوانان باید د دې مرګونو لار پر ځای خوندي او قانونې لارې انتخاب کړي.

د انساني قاچاق یو بل ۲۳ کلن قرباني چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله یې هڅه وکړه چې د قاچاقبرو په مرسته اروپا ته سفر وکړي خو بریالی نه شو او بیرته افغانستان ته راستون شو.

نوموړی د ځوانانو لپاره ورته پیغام لري.

"بس دا یو قمار دی چې ته خپل ژوند پنځوس پنځوس تقسیموې، که ورسېدې ښه که ونه رسېدې ضرر درته رسیږي، داسې چې وروسته بیا ان ژوند کول درته سختیږي، زما د یو ملګري په همدې سختو لارو د پښې درې ګوتې ماتې شوې اوس معیوب دی او ان شي کولای په لاره سم مزل وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه د جولای ۳۰ مه د انساني قاچاق په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې د قربانیانو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د دوی له حقونو د ملاتړ لپاره نمانځل کیږي

د انسان قاچاق، انساني تجارت ته ویل کیږي، چې تر ډېره د جنسي غلامۍ، بې وزلۍ او د قاچاق وړونکو یا نورو کسانو لپاره د جنسي سوداګریزې ګټې اخیستنې په موخه ترسره کیږي.

دغه شان د قاچاق وړونکو لخوا د شخص په رضایت یا پرته له رضایته، د یو هېواد له پولو څخه تیریدل هم د انساني قاچاق یا غیرقانوني کډوالۍ یوه بڼه ګڼل کیږي.

پرون د جولای په ۲۹ مه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یا یواین‌اوډي‌سي په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې په افغانستان کې د انسانيقاچاق د پای ته رسولو لپاره د همکارۍ او ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د امنیتي دلایلو، بیکارۍ او بۍ وزلۍ د زیاتېدو له امله د افغانانو ناقانونه کډوالۍ زیاتې شوي، چې ورسره د انساني قاچاق پېښې هم زیاتې شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د جولای په ۲۵ مه په یو راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته اروپا ته د افغانانو غیر قانوني کډوالي زیاته شوې ده.

دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو غیر قانوني کډوالو ۴۲ سلنه یې چې افغان اتباع وو په ناقانونه ډول د ځمکې یا سمندر له لارې اروپا ته ننوتي .

په همدې حال کې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د یو بنسټ مشره شهرزاد اکبر په افغانستان کې د غیر قانوني کډوالي او انساني قاچاق د زیاتوالي د لاملونو په اړه وايي: "پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت ډېر خرابه شوی دی، د ښځو او ماشومانو ملاتړي بنسټونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي، له هیواده د ځوانانو د وتلو هیلې د قاچاقبرانو لپاره د کار کولو زمینه برابره کړې ده، او دې کار یو بد وضعیت رامنځته کړی دی چې کولای شي د انساني قاچاق په زیاتوالي مثبت اغیز وکړي."

نوموړې وویل چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې رسنیو او نړیوالو بنسټونو ته د نه لاس رسي له امله د انساني قاچاق د قربانیانو ملاتړ سخت دي او یوازینی لاره یې د بشري حقونو د مدافعانو له خوا د امکان تر بریده د دې ډول پېښو مستند کول دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق ۲ لکه قربانیان پېژندل شوي خو دې سازمان اټکل کړی چې د نه راپور شویو قضیو شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي په افغانستان کې د اساسي قانون نشتوالي په دې هیواد کې انساني قاچاق لپاره بستر غوړولی دی.

له ډلې یې حکمت الله حکمت ازادي راډيو ته وویل: "اوس مهال چې په افغانستان کې قانوني تشه موجوده ده او د انسان د قاچاق په اړه ځانګړي قوانین نشته، نو د نړیوالو هوکړو او د ځانګړو میکانیزمونو نه موجودیت د دې لامل شوی چې په سیمه کې د انساني قاچاق لپاره مناسب بستر رامنځته شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د انساني قاچاق د اوسني وضعیت په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تېر کال د طالبانو مشر ملا هبت الله د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان صادر کړی و.

په فرمان کې راغلي وو چې د کورنیو چارو وزارت باید انساني قاچاق کوونکي ونیسي، پوځي محکمو ته یې معرفي کړي او د لومړي ځل لپاره یو کال، د دوهم ځل لپاره دوه کاله زندان او د درېیم ځل لپاره د درې کاله زندان سزا ورکړي.

په فرمان کې په دې اړه د عامه پوهاوي په لوړولو هم ټینګار شوي او د طالبانو له دفاع وزارت غوښتل شوي وو چې په سرحدونو کې قاچاقبران ونیسي او کورنیو چارو وزارت ته یې وسپاري.

د انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له لوري د انسانانو د قاچاق نړیوالې ستونزې ته د رسېدو او ورسره د مبارزې په هدف وټاکل شوه.

"انساني قاچاق یو منظم جرم دی – استفاده پای ته ورسوئ" سږ کال لپاره د انساني قاچاق په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې شعار دی.

دا شعار په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو په رول او د قاچاقبرانو د شبکو په لمنځه وړلو ټینګار کوي.

دغه شان دا شعار یادونه کوي چې ټول باید د انساني قاچاق د قربانیانو حقونو او خوندیتوب ته بشپړ پام وکړي او دوی ته لومړیتوب ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России