اسټرالیا کې د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو
په اسټرالیا کې میشت د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو په دې هېواد کې د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو.د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سیالۍ تیره میاشتې وې او تمه ده د سږکال د دوستانه نړیوالو لوبو لپاره د افغان ښځینه لوبغاړو ۲۳کسیزه لوبډله جوړه شي.پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د فوټبال ډیر شمیر ښځینه لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.په تیرو نژدې څلورو کلونو کې دا لوبغاړې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره مبارزه کوي.دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د مې په میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان ښځو د کډوالو لوبډلې جوړول تصویب کړل.