د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي
د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي.کریموف چې د امریکا د تحریمونو په لیست کې دی، دا قیمتي کښتۍ په ۲۰۲۲کال کې د امریکايي چارواکو له خوا ضبط شوه.دغه کښتۍ د مادیا په نوم یادیږي چې ۱۶۰ متره اوږدوالی، د هلیکوپټرو د ناستې میدان، د لامبا حوضونه، جکوزي، ورزشي کلپونه، ارایشګاه او د خوب اته کوټې لري چې په یو وخت په کې ۱۶ کسان اوسیدلی شي.د دغې کښتۍ ارزښت څه باندې ۳۰۰میلیون ډالره دی.پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا پر کریموف بندیزونه ولګول.تېر کال د امریکا کانګرس یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې امریکا له روسانو ضبظ شوې شتمني خرڅه او عواید اوکرایین ته د بشري مرستو په توګه واستوي.