د کډوالو جوپې - جوپې بېرته راستنېدو کابل له استوګنیزو ستونزو سره مخ کړی دی
په تېرو اتو میاشتو کې نږدې ۲ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې له دغو دواړو هېوادونو په زوره ایستل شوي دي.
د دې کډوالو ډېره برخه کابل ته راغلې او د افغانستان په پلازمېنه کې د استوګنې د موندلو په هڅه کې دي.