ایران د ریال پر ځای تومان او قران د ملي پولي واحد په توګه ټاکلي دي
د ایران حکومت پریکړه کړې چې له دې وروسته "تومان او "قران" د ملي پولي واحد په توګه وکاروي.د پریکړې له مخې، د ایران د اوسنۍ ملي پولي واحد چې ریال دی څلور صفره لیرې کیږي او دا واحد به هم په مارکیټ کې په ګردان کې وي.د ایران حکومت د دې پریکړې موخه د انفلاسیون د اغیزو کمول، په پیسو کې د ډیرو صفرونو له منځه وړل او په راکړې ورکړې اساني یاده کړې ده.خو اقتصادي کارپوهان او د ایران د پارلمان غړي په روانو شرایطو کې چې په ایران کې انفلاسیون له ۳۰ تر۵۰سلنې دی، دا پریکړه بې اغیزې بولي.د دغو کارپوهانو په ټکو، دا پریکړه په هغې صورت کې عملي او اغیزمنیدی شي چې انفلاسیون کنټرول او اقتصادي ثبات رامنځته شي.ځیني نور کسان بیا د شپږو صفرونو لرې کول او د دې پریکړې عملي مخکې وړاندیز کړي وو.تومان او قران په داسې حال کې د ایران د ملي پولي واحد په توګه ټاکل کیږي چې ریان د نړۍ تر ټولو کم ارزښت لرونکی پولي واحد دی.