اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي
اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي.د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پرون دوشنبې دغه غندنه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر یوې انلاین ناسته وروسته کړې ده.اسراییلي او فلسطیني چارواکو د الشریف په ګډون د الجریزه تلویزیوني شبکې د پنځو خبریالانو وژل تایید کړي دي.له دې وړاندې اسراییلو ویلي وو، "د حماس وسلې والې ډلې غړي چې د خبریالانو دنده پرمخ وړي وژل شوي دي".له خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمیټې د دغو خبریالانو وژل هغوو کسانو ته د سزا ورکړه یاده کړې چې غواړي د غزې جګړه مستنده کړي.د اسراییلو پوځ ویلي، الشریف د حماس وسله والو یو واحد رهبري کوه. الجریزه تلویزیون بیا د اسراییلو د پوځ دا ادعاوې رد کړي دي.کال وړاندې اسراییلو ادعا کړې وه چې انس الشریف او یو شمیر نور خبریالان د حماس ډلې غړي دي.د الجریزه تلویزیوني شبکې پنځه خبریالان پرون دوشنبې په خپله کاري خیمه کې د اسراییلو په برید کې ووژل شول.څارونکو د غزې جګړه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه یاده کړې ده.