په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی
د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی.ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي.چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی.رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي.چین بیا وایي، کوربه هېوادونه د ژمنو له مخې باید د دیپلوماتیکو ادارو د جوړښت ملاتړ وکړي.چین ۲۰۱۸ کال کې لندن کې د خپل سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه واخیسته چې ۲۰۲۲ کال کې یې ورغوي.