د جرمني د کورنیو چارو وزیر د افغانانو د کډوالۍ په اړه د خپلې سختې تګلارې ننګه وکړه
جرمني یو ځل بیا د افغانانو د منلو په اړه له خپلې سختې پالیسۍ دفاع کړې ده.د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د دوسیو د څېړلو د بهیر د چټکولو غوښتنه رد کړې ده.نوموړي زیاته کړې چې د دوسیو دقیق څېړل وخت ته اړتیا لري.