زیلینسکي د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وویل چې د مسکو په وړاندې روانه جګړه به ونه بایلي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یاد هیواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وینا کې وویل چې د مسکو په وړاندې روانه جګړه به ونه بایلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنګ په ډګر کې نويو پرمختګونو سره همهاله ددغې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکو هلوځلو هم زور اخیستی دی.