کارپوهان: زلزلې ځکه درنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړه چې د کورونو په جوړلو کې د سلامتیا معیارونو ته پاملرنه نه ده شوې
د ودانیزو چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، په کونړ ولایت کې، د زلزلې د درنې مرګ ژوبلې او ویجاړیو یو لامل د کورونو په جوړلو کې اړینو ودانیزو چارو ته پام نه کول دي.
دوی وايي د کونړ په ځینو سیمو کې کورونه یو بل باندي تکیه جوړ شوي وو او ان له ډیرو لومړنیو اړینو ودانیزو موادو هم په کې استفاده نه وه شوې.