د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې تازه زلزلو لږ تر لږ ۴۰ کسان ټپيان کړي
د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې د پرون شپې او نن سهار وختي زلزلو لسګونه کسان ټپیان کړي دي.د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه بیان کې تایید کړې چې د دره نور او کوز کونړ په ولسوالیو کې بېګانیو زلزلو لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپيان کړي.د بیان په اساس لس کسان تر فوري درملنې وروسته رخصت شوي.اخوا په کونړ کې هم چارواکو رسنیو ته ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان د پرون شپې او نن سهار وختي په زلزلو کې ټپیان دي.لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپيان د سیدجمال الدین پوهنتون محصلین او شپږ نور د نورګل او څوکۍ اوسیدونکي دي.د امریکا د جیولوژیکۍ سروې د افغانستان په ختیځ کې له پرون شپې تر نن سهاره څو زلزلې ثبت کړي چې تر ټولو زوروره یې د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۶ بلل شوي.دې تازه زلزلو داسې وخت د افغانستان ختیځ لړزولی چې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې له امله لا هم زیانمنو خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او د راپورونو په اساس په ځینو سیمو کې مړي تر ورانو کورونو لاندې پاتې دي.د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰۵ تنه او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته رسېدلی.