د سیند صوبې له کچه سیمو تر ممکنه سېلاب مخکې لسګونه زره خلک اېستل شوي
د پاکستان د سیند صوبې له کچا سیمو څخه تر ممکنه سېلاب مخکې له ۱۰۰،۰۰۰ زیات خلک ایستل شوي دي.د سيند حکومت سینیر وزیر شرجیل انعام میمن ویلي دي چې تر اوسه له کچا سیمو ۱۰۹،۳۲۰ کسان خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.
د پاکستان ډان او نورو رسنیو د سېپټمبر پر پينځمه د شرجیل مېمن له خولې په یو بیان کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴،۴۳۰ کسان خوندي ځايونو ته ایستل شوي دي.
بيان زياتوي چې له ۳۴۶،۰۰۰ څخه ډیر څاروي هم خوندي سيمو ته لیږدول شوي دي.
بلخوا په پنجاب د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د سېپټمبر پر پينځمه خپاره کړي رپورټ کې ویلي چې په چناب ، راوي او ستلج سيندونو کې د سیلابونو له امله ۳.۸ میلیون خلک اغیزمن شوي دي.
په رپورټ کې زیاته شوې چې د سیلابونو له امله بند پاتې ۱.۸ ملیون خلک ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.
په هغو سیمو کې ۴۱۵ د مرستې کمپونه جوړ شوي دي چې د سختو سیلابونو له امله اغیزمن شوې دي. اداره زياتوي چې د سېپټمبر له ۶ تر ۹ د پنجاب په مختلفو ضلعو کې د درنو بارانونو، قوي بادونو او تندرونو امکان شته.
د پنجاب صوبې ریلیف کمشنر نبیل جاوید ویلي دي چې په پنجاب صوبه کې د سېلابونو له امله ټولټال ۳.۸۷۵ میلیونه خلک اغیزمن شوي او ۴۶ کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د قانون وزیر اعظم نزير تارړ د سېپټمبر پر پينځمه قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وویل چې د وروستیو شمېرو له مخې، په سیلابونو کې ۸۸۴ کسان وژل شوي او ۱۱۸۱ نور ژوبل شوي دي.
هغه وویل چې ۲.۱ میلیونه خلک له سیلاب ځپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.