تېره شپه په کونړ او شاوخوا سیمو کې یو وار بیا زلزله شوې
د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی.د دې ادارې په اساس د دې زلزلې مرکز د اسعداباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې وو چې عمق یې لس کیلومتره بلل شوی.د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې ټکانونه ان په کابل کې هم حس شوي دي.لا د احتمالي اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.تر دې مخکې هم د پنجشنبې په شپه او د جمعې سهار وختي په کونړ او ننګرهار کې پرله پسې زلزلې شوي چې لږ تر لږه څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي.دا زلزلې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې څخه وروسته رامنځته شوي.د طالبانو حکومت تایید کړې چې په هغې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ کسان ټپيان دي.د راپورونو له مخې د کونړ په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او ویره یې شته چې مړي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.