وسله والو بریدګرو ۷ پاکستاني سرتیري وژلي
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د یکشنبې شپې ناوخته وسله والو بریدګرو لږ تر لږه ۷ سرتیري وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.پولیسو رسنیو ته ویلي چې پېښه د دیر په لال کلا سیمه کې شوې ده.د پولیسو په خبره ایف سي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د پلټون عملیات مخته وړل چې له کمین سره مخ شول او دا مرګژوبله ور واوښته.کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.د پاکستان پوځ بیا پرون ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.