پر غزه ښار د اسراییل درنه حمله پيل شوه
اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې پر غزه ښار له درنې هوایي بمبارۍ وروسته د پلیو ځواکونو عملیات پیل کړې دي.د عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې د غزې په ښار کې د لسګونو کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوې دي.اروپایي ټولنې له دې عملیاتو سره مخالفت کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې پر اسراییل به بندیزونه ولګوي.