د بشري حقونو ملاتړو په افغانستان کې د بشري سرغړونو د خپلواکې څیړنې ملاتړ کړی
ځینو نړیوالو ادارو او چارواکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د هغه پریکړه لیک هرکلی کړی چې په افغانستان کې د بشري او نړیوالو قوانینو د سرغړونو د خپلواکې څیړنې غوښتنه په کې شوې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر دغه پریکړه لیک"د عدالت غوښتنې د تاریخي پړاو د عطف ټکی" بللی دی.