د پاکستان پوځ ادعا کوي چې حپل ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي
د پاکستان پوځ وايي چې د دوی امنیتي ځواکونو د هغه برید له عاملانو څخه ۳۰ جنګیالي وژلي دي چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان پر پوځي کاروان برید کړی و.د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې د دوو صاحب منصبانو په شمول یوولس پوځیان وژل شوي وو. پاکستاني طالبانو (TTP)، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. دا ډله د حکومت د نسکورولو او د سخت اسلامي نظام د رامنځته کولو هڅه کوي.پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اورکزیو کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال، له سختو نښتو وروسته، ټول دېرش وسله وال چې د دوی پر ځواکونو په برید کې ښکېل وو، وژل شوي دي.د پاکستان د پوځ ادعا مستقلو سرچینو تایید یا رد کړې نه ده.