د انګورو سوداګر وايي سږ کال یې سخت تاوانونه کړي
په افغانستان کې د انګورو یو شمیر سوداګر وايي، سږ کال یې د دې میوې په سوداګرۍ کې سخت تاوانونه وکړل.دوی وايي، باغونه یې اخیستي خو پاکستان سره لارې پرې بندې شوي او صادرات یې درېدلي دي.د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي هم دا مني چې افغان سوداګر له دې درکه ډیر زیانمن شوي دي.