د تورخم دروازه نن افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو پر مخ پرانستل شوه
که څه هم د تورخم دروازه بلې غاړې ته د ایسارو افغان کډوالو لپاره په یو اړخیز ډول نن پرانیستل شوه خو د دواړو لوریو یو شمېر اوسېدونکې وايي دا دروازه باید د تل لپاره د هر ډول تګ راتګ په مخه پرانستل شي.
دوی وايي په تېرو شلو ورځو کې چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې ده دواړو لوریو اوسېدونکو ته ګڼې ستونزې پیدا شوي او دا چې د دواړو لوریو کاروباریانو کارونه په ټپه ولاړ دي.