د خبریالانو په وړاندې له جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ؛ افغان خبریالان او له ویرې ډک کار
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې نن ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول له خورا مهمو او پیچلو ننګونو څخه دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه یو شمېر افغان خبریالان هم وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې پر وړاندې بې ساري جرمونه ترسره کېږي او تر شدید سانسور لاندې کار کوي.
د رسنیو یو شمیر ملاتړي بنسټونه هم دا خبره مني، خو د طالبانو حکومت ویاند په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.