سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي
د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.