سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.