اروپایي ټولنې د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړلپاره یو پروګرام پیل کړی
اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره یې د پنځو ملیون یورو پروګرام پیل کړی دی.
دې اتحادیې د دوشنبې په ورځ «د دسمبر په ۱۵مه» په یوه بیان کې ویلي چې د دې پروګرام د پلي کولو تړون، چې "د افغانستان د خصوصي سکتور د تثبیت پروګرام" نومیږي، له نړیوال مالي شرکت (IFC) سره لاسلیک شوی، چې د نړیوال بانک ګروپ غړی دی او په ټوله نړۍ کې د خصوصي سکتور پراختیا هڅوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروګرام به په کوچنیو او منځنیو تشبثاتو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړي، د متشبثینو ملاتړ به وکړي، مالي خدماتو ته لاسرسی ښه کړي، او د ښځو، ځوانانو او راستانه شویو پر اقتصادي ګډون تمرکز وکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د "افغانستان د خصوصي سکتور د تثبیت پروګرام" به راتلونکې میاشت پیل او د ۳ کلونو او ۶ میاشتو لپاره به دوام وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوشکوویچ پوهار ویلي چې دا پروګرام د افغانانو لپاره د اروپايي ټولنې د هر اړخیز ملاتړ یوه برخه ده.
د اروپايي ټولنې په بیان کې د نړیوال مالي شرکت (IFC) د منځني ختیځ، پاکستان او افغانستان لپاره د سیمه ییز مشر خواجه آفتاب احمد په حواله ویل شوي چې، که څه هم هیڅ واحده هڅه ټولې ننګونې نه شي حلولی، خو د سوداګرۍ پیاوړتیا د خلکو د معیشت د ساتنې او د هېواد بیا جوړونې کې د افغانانو ملاتړ، د انساني کرامت عملي لاره ده.
په ورته وخت کې، یو شمیر ښځې، ځوانان او راستانه شوپ چې د دې پروګرام لپاره د هدف ګروپونو په توګه معرفي شوي، هیله مند دي چې دا اقدام به د کار واقعي فرصتونه رامنځته کړای شي.
سوداګرې او د افغانستان په شمال کې د خیاطۍ د یوې کارګاه مسولې سلیمې یعقوبي ازادي راډیو ته وویل:
"دا ډېر ښه اقدام دی، او که دوی نورې مرستې وکړي، نو ښه به وي چې نه یوازې د هغو کسانو ملاتړ کېږي چې نوی کار پیل کوي، بلکې د هغو نورو خلکو ملاتړ هم کېږي چې منځنۍ کچې دي او کوچني او لویې کارګاوې لري هم ملاتړ ته اړتیا لري، ممکن له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او نشي کولای هغه تجهیزات او اسانتیاوې واخلي او چمتو کړي چې دوی ورته اړتیا لري ترڅو خپل کار پرمخ بوځي."
په کابل کې یو ځوان چې د کار په لټه کې دی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، هم وايي چې مهارتونه لري، خو د کار فرصتونه یا مالي ملاتړ نه لري:
"زه اوس مهال بې کاره یم، کار نه موندلی کېږي،زما اقتصاد ډېر کمزوری دی، ما ۵ کاله د رسنیو ژوندیو خپرونو په تخنیکي برخه کې کار کړی دی، ډېره هڅه مۍ وکړه چې بیا په تلویزیون یا بل ځای کې کار ومومم، خو ونه شو."
له پاکستانه یو افغان راستون شوی ځوان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې ټینګار وکړ چې د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول ځان بسیاینې ته د دوی د راستنیدو لاره ده.
"یوه میاشت کیږي چې موږ له پاکستانه کابل ته راغلي یو، څو ځله بازار ته تللي یو خو کار نه شو موندلی، دلته زموږ ژوند ډېر ستونزمن دی، موږ له حکومت او موسسو تمه لرو چې همکاري وکړي او زموږ لپاره کار ومومي."
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې بې کاري زیاته شوې ده، ځکه ډیری شرکتونو او نړیوالو سازمانونو خپل فعالیتونه کم کړي یا له دې هیواده وتلي، اقتصادي او خدماتي پروژې بندې شوي، او پورونو او مالي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت په افغانستان کې ښځې په ډیرو دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې له کار کولو منع کړې دي، او دې محدودیتونو بې کاري زیاته کړې، د کورنۍ عاید یې کم کړی او دوی بې له اقتصادي فرصتونو یې محرومې کړي او ډیری تعلیم یافته او مسلکي ښځې اړې شوي چې خپلې دندې پریږدي یا مسلک بدل کړي.
د کار نړیوال سازمان (ILO) او د ملګرو ملتونو نورو ادارو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بې کارۍ د لوړې کچې په اړه راپورونه خپاره کړي او خبرداری یې ورکړی چې دا ستونزه ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده.