د خوړو نړیوال پروګرام په راروان ژمي کې د ۱۷ میلیونو افغانانو د لوږې په اړه خبرداری ورکړ
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دا ژمی به په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو زیات کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې، د خوړو د امنیت د تازه راپور پر بنسټ ویلي چې له شدیدې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر د تېر کال پرتله درې میلیونه زیات شوی دی. تېر کال دا شمېر ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره کسانو ته رسېده.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی چې د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې راتلونکی کال نژدې څلور میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راولي.
په بیان کې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د مشر، جان آیلیف، له قوله ویل شوي چې «کورنۍ اړ کېږي د څو ورځو د خوړو وختونه کم کړي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت او دردناک تصمیمونه ونیسي.» هغه زیاته کړې چې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې او ښايي په راتلونکو میاشتو کې لا پسې زیاته شي.
د هغه په وینا، راتلونکی ژمی به د افغانستان لپاره ډېر سخت وي، ځکه دا هېواد په یو وخت له څو بحرانونو سره مخامخ دی؛ چې پکې د بشري مرستو سخت کمښت، وچکالي، بېکاري، زلزلې، او له پاکستان او ایران څخه د میلیونو افغانانو جبري بېرته ستنېدل شامل دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ژمي کې د افغانستان د شپږو میلیونو تر ټولو زیانمنو وګړو د بیړنۍ مرستې لپاره ۴۶۸ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د ژمي لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی نیولی.