ایران وايي، لا هم په دغه هیواد کې شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوال اوسي
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدی، وایي چې دا مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسي.
هغه پرون ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د «غیرقانوني اتباعو د ستنولو د طرحې» له پلي کېدو راهیسې تر اوسه ۱.۶ میلیونه بېاسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
یاراحمدی همداراز وویل: «هغه اتباع چې له هېواده ایستل شوي، د افغان اتباعو له عمومي شمېر څخه کمېږي. که ۱ میلیون او ۶۰۰ زره ایستل شوي کسان د شپږ میلیونه او ۱۰۰ زره افغان اتباعو له شمېر څخه منفي کړو، نو شاوخوا څلور میلیونه او ۵۰۰ زره افغان اتباع په هېواد کې پاتې کېږي. البته دا شمېر ثابت نه دی، ځکه چې له ټولو پولو غیرقانوني تګ راتګ شته او شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ زره پورې افغان اتباع د تګ راتګ په حال کې دي.»
هغه ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې ایران ته د بېاسناده افغان کډوالو بېرته ورتګ زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایران هره ورځ شاوخوا څلور زره افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.
ایران له اسراییل سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا پسې چټک کړی دی.