اروپايي مشرانو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو غوښتنه وکړه
اروپايي مشرانو د برلین د سولې له خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اوکراین د خاورې د هر ډول احتمالي سپارلو په اړه پرېکړه یوازې د اوکراین د خلکو حق دی، او هغه هم یوازې تر هغه وروسته چې پیاوړي امنیتي تضمینونه ورکړل شي.
د اعلامیې له مخې، په هغو امنیتي تضمینونو کې، چې دوشنبې په ورځ (۲۴ قوس) پرې سلا وشوه، د اروپا په مشرۍ د یوه ځواک جوړول شامل دي، چې د داوطلبو هېوادونو په ګډون به رامنځته شي او «د اوکراین د فضا د امنیت او د سمندري لارو په خوندي کولو کې به رول ولري.
دا اعلامیه د اروپايي کمېسیون د مشرې، اورسولا فوندیرلاین، په ګډون د لسو اروپايي مشرانو له خوا خپره شوې ده.
په اعلامیه کې د هغو مواردو په تشریح کې چې دوی یې «لازمي امنیتي تضمینونه» بولي، ویل شوي چې اوکراین باید وکولای شي شاوخوا ۸۰۰ زره سرتېري وساتلی شي، څو د هر ډول احتمالي شخړې پر وړاندې د دفاع توان ولري.
همداراز ټینګار شوی چې اروپا باید د اوکراین لپاره یوه څو مليتي قوه همغږې کړي، چې د داوطلبو هېوادونو د ځواکونو په ګډون جوړه شي او د متحدو ایالتونو له ملاتړ څخه برخمنه وي.