له پاکستان سره دلارو بندوالی، افغانستان کې د ډبرو سکرو بیه سمه نیمایي راټیټه شوې
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، د دواړو هیوادونو تر منځ د لارو بندښت د ډبرو سکرو فابریکو او کاراو باریانو ته سخت زیانونه اړولي دي.
د افغانستان د ډبرو سکرو ټولنې د معلوماتو له مخې افغانستان په کلنۍ ډول له درې تر پنځه میلیونو ټنه د ډبرو سکاره یوازې پاکستان ته صادرول.