سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي، دغه لویه لار د توپان او واورو له کبله بنده شوه
په شمالي سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي او ۴۲ نور یې ټپيان کړي دي.د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې پیښه تیره شپه د کنګل له کبله د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکي بس د چپه کېدو له کبله شوې.د پنځو تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.بل لورته نن یکشنبه ماسپښین مهال دغه لاره د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوه.سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.