د څیلې لومړۍ ورځ، د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو خلک د برښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي
د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دوی د ترکمنستانه ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د انتقال لین بیا نښلولو باندې کار کوي.
د دې شرکت اعلامیه کې چې تیره ورځ یې پر ایکس پاڼه خپره کړې، ویل شوي چې د شدیدو واورو او یخنۍ له امله د برښنا دا لین پرې شوی دی.