سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوه
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه.د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي.سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه.سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.