د سوري ځواکونو او کردي جنګیالیو تازه نښتې
د دوشنبې په ماښام د حلب په شمالي ښار کې د سوریې د دفاع وزارت سره تړلو ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (قصد) ترمنځ نښتې پیل شوي.د راپورونو له مخې لږ تر لږه درې ملکي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي.د سوريې دولتي خبري اژانس سانا د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي دي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپيان دي.په ورته وخت کې، د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ويلي چې يوه ښځه وژل شوې او ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.نښتو امنيتي اندېښنې راپورته کړې او د ملکي خلکو د بې ځايه کېدو څپه يې راپارولې ده.