افغانستان او کویټ فوټسال کې لوبه مساوي کړه
د افغانستان او کوېټ د فوټسال ملي ټیمونو تر منځ لوبه بېګا (د دوشنبي په شپه) مساوي پای ته ورسېده.لوبه د کوېټ په کوربه توب ۳ – ۳ ختمه شوه.د افغانستان لپاره دری ګولونه فرزاد محمودي، امید قنبري او حمید رضا حسیني وهلي.تر دې مخکې هم یادو ټیمونو وړمه ورځ خپله لوبه ۴ – ۴ مساوي کړې وه.دا دواړه ټیمونه د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې ګډون لري او دا لوبې هم د یادو سیالیو لپاره یو چمتووالی ګڼل کېږي.