ډنمارک او اروپايي ټولنې د امریکا له لوري د ګرینلنډ لپاره د استازي پر ټاکلو نیوکه وکړه
اروپايي اتحادیې او ډنمارک د امریکا له لوري ګرینلنډ لپاره د خانګړي استازي پر تاکلو انتقاد وکړ.
اد امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، د لوییزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ د چارو لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «جېف ښه پوهېږي چې ګرینلنډ زموږ د ملي امنیت لپاره څومره حیاتي ارزښت لري، او هغه به د ځواک له لارې زموږ د هېواد ګټې د خپلو متحدانو او په حقیقت کې د ټولې نړۍ د خوندیتوب، امنیت او بقا لپاره پر مخ یوسي.»
لېنډري بیا په ایکسپاڼه کې د ټرمپ مننه کړې او لیکلي دي: «دا زما لپاره ویاړ دی چې … په دې داوطلبانه دنده کې خدمت وکړم، څو ګرینلنډ د متحدو ایالتونو برخه وګرځي. دا چاره به د لوئیزیانا د والي په توګه زما پر کار هېڅ ډول اغېز ونه لري!»
د امریکا ولسمشر وايي چې ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه کورواکه سیمه ده، د خپل ستراتیژیک اهمیت او طبیعي معدني سرچینو له امله باید د متحدو ایالتونو برخه شي. لېنډري، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د والي په توګه واک ته رسېدلی، په ښکاره ډول د دې نظر ملاتړ کوي.
د ډونالډ ټرمپ دې اقدام د ډنمارک د صدراعظمې مېتې فریدریکن او د ګرینلنډ د صدراعظم ینس فریدریک نیلسن سخت غبرګون راوپاروه. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «تاسو نشئ کولی بل هېواد له ځان سره یوځای یا ضمیمه کړئ، حتا که د نړیوال امنیت دلیل هم وړاندې شي.»
دوی زیاته کړه: «ګرینلنډ د ګرینلنډ د خلکو ملکیت دی، او امریکا باید د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې وانخلي.»