زیلنسکي: له ډونالډ ټرمپ سره د مهمې کتنې پلان لرم
د اوکراین ولسمشر وايي چې په لنډ وخت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده د کتلو پلان جوړ شوی دی.
ولودیمیر زیلنسکي پرون (پنجشنبې) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د کيیف او مسکو ترمنځ د سولې د هوکړې د ترلاسه کولو په هڅو کې مهم رول لرلی شي.
ده، په خپل پیغام کې، چې أه ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، همداراز لیکلي، دا پرېکړه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د منشي، رستم عمروف، له هغه راپور وروسته شوې چې پکې له امریکايي چارواکو سره د وروستیو اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو ځینو سرچینو کییف پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي زیلنسکي د ډسمبر له ۲۸مې (د مرغومي اوومه) څخه د حساسو خبرو لپاره د فلوریدا ایالت او د مارالاګو استوګنځي ته سفر وکړي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې زیلنسکي د ډونالډ ټرمپ له استازو، سټیو ویتکاف او جراد کوشنر، سره د ټیلیفوني تماس خبر ورکړ.