حضوري چمن؛ د کابل زړه کې له لسیزو سپیره ورزشي میدان چې اوس پکې کراچي وانان دیره شوي
په کابل کې د حضوري چمن چې له اوږدو کلونو راهیسې د ځوانانو او ځلمکیو لپاره د فوټبال او په را وروسته کې د کرکټ د تمرینونو او سیالیو ځای و، اوس د واټونو د سر پلورونکو او استفاده شویو توکو پلورونکو په بازار بدل شوی دی.
د واټونو د سر یو شمیر پلورونکي وايي، له کومه وخته چې د دوی کراچۍ حضوري چمن ته لیږدول شوي، پلور یې کم شوی او دوی له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
په کابل کې یو شمیر وزرشکارانو او هم عامو خلکو د کابل ښاروالۍ په دې اقدام نیوکه کړې او ټینګار کوي چې حضوري چمن یو تاریخي او تفریحي ځای دی او باید په خپل اصلي حالت سره وساتل شي.
خو کابل ښاروالۍ وايي چې دا پرېکړه موقتي ده.