ټرمپ او زلنسکي ویلي چې د اوکراین د جګړې پای ته ( ډېر نژدې) شوي، خو د دونباس موضوع نا حله پاته ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین د سولې خبرې " په ښه لوري" روانې دي.هغه د یکشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره تر لیدو کتو وروسته وویل، د جګړې د پای ته رسېدو هوکړې ته " ډېر نژدې " شوي دي.