د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان: ایران په یوه کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي
د هه نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې په هغه هېواد کې یوازې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې ۸۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.
دغه سازمان پر خپله وېب پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په تازه پېښه کې د یکشنبې په ورځ «د ډسمبر ۲۸مه» د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.
که څه هم په دې بیان کې چې د یکشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۲۸مه» خپور شوی راغلي چې بسمالله تاجک د قصدي وژنې په تور نیول شوی او وروسته د ایران د قضايي نظام له لوري د اعدام په سزا محکوم شوی و، خو له دې وړاندې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو د ایران قضايي نظام تر ډېره د عدالت په نه پلي کېدو تورن کړی.
تر اوسه د ایران حکومت د دې اعدام په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د هه نګاو سازمان په بیان کې دغه راز ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر ۸۰ تنه وو او دغه شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه برابره زیاتوالي ښيي.
د بیان له مخې دغه اعدامونه تر ډېره د مخدره موادو اړوند جرمونو، جنسي تېریو او قصدي وژنو له امله ترسره شوي دي.
په افغانستان کې د اعدام شویو افغانانو یو شمېر کورنۍ وايي که څه هم دوی ډېرې هڅې کړي چې د دوی بندیان د طالبانو حکومت ته وسپارل شي، خو د دوی په خبره دغه هلو ځلو هېڅ پایله ورنکړه.
په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د تره یو زوی ېې تېر کال د مخدره موادو د انتقال په تور په ایران کې نیول شوی او دوې میاشتې مخکې اعدام شو:
"زما د کاکا زوی ۳۲ کاله عمر درلود، هغه دوه نیم کاله په ایران کې بندي و، د مخدره موادو د انتقال په جرم نیول شوی و، تقریباً دوې میاشتې مخکې یې اعدام کړ، بیا یې موږ جسد افغانستان ته انتقال کړ، دلته یې اوس مېرمن او دوه ماشومان بې سرپرسته پاتې دي، له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي، زما د کاکا زوی ډېر بې وزله و، ایران ته د کار د پیدا کېدو لپاره تللی و، خو موږ نه پوهېږو چې مخدره مواد یې له کومه کړي و او چرته یې انتقالول."
د شمالي ولایت کندز یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې یو ورور یې په تهران کې د قتل په تور نیول شوی و او څو میاشتې مخکې د ایران حکومت له لوري اعدام شو.
دی ادعا کوي چې ورور یې یو ایرانی غل وژلی و: "زما یو ورور شاوخوا یو کال په ایران کې بندي و، هلته د مزدورۍ لپاره تللی و، جرم یې دا و چې یو غل یې وژلی و، دا چې هغه غل ایرانی و نو له امله یې زما ورور بندي شو او وروسته د ایران اخوندي رژیم په ډېرې بې رحمۍ اعدام کړ، زما د ورور ملګرو موږ ته وویل چې د شپې هغه خپل اطاق ته روان و، لاره کې غل پرې راغلی و او کوشش یې کولو چې پیسې او ټیلیفون ترې واخلي، خو ورور مې ورسره مقاومت کړی و او په همدې کش و ګیر کې زما ورور له غل نه چاقو اخیستی و او پرې وهلی یې و، وروسته بیا هغه پولیسو ونیوه او د قصدي وژنې تور یې پرې پورې کړ."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو، هغه ډله چې په دې هېواد کې یې څو بېلابېل اعدامونه ترسره کړي، تر بیاځلي واک وروسته د راپورونو له مخې په ایران کې په بېلابېلو جرمونو د ککړو افغانانو د اعدامونو لړۍ تېزه شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونو تل له ایرانه غوښتي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزاوې پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر څه موده وړاندې ویلي و چې ایران د اعدام د سزا د لغوه کولو په برخه کې د نړیوالو پرله پسې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
دغه دفتر له ایرانه د اعدامونو د سزا د پای ته رسېدو لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ځکه په خبره یې دا سزا د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره ټکر لري، خو ایران نه یوازې دا غوښتنې نه دي منلي، بلکې د اعدامونو د عملي کېدو لړۍ ته یې دوام ورکړی دی.