په کراچۍ کې د وژل شوې افغانې ښځې خاوند نیول شوی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قنسوال عبدالجبار تخاري وايي، هغه سړی نیول شوی چې وړمه ورځ یې د دې ښار په سهراب ګوټ کې د ښځې او ماشومانو مړي موندل شوي وو.د تخاري په خبره، پولیسو د فاطمې خاوند چې نجیب الله نومیږي او په خټه پاکستانی دی، نیولی دی.د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنيو ته وړمه ورځ ويلي و چې "د ۳۰کلنې فاطمې او د هغې د درېيو ماشومانو مړي د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي".پوليسو ویلي چې د ټولو قربانيانو په غاړه کې د رسيو يا زندۍ کېدو نښې ليدل شوي دي.پولیسو وړاندې ویلي و، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.تراوسه معلومه نه ده چې دا ښځه او ماشومان يې چا وژلي دي، خو د طالبانو جنرال قنسول وايي، عاملانو ته به يې سزا ورکړي.