ډونالډ ترمپ وايي، د وینزویلا ولسمشر او میرمن یې نیول شوي او له دغه هیواده ایستل شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن نیول شوي او له دغه هیواده ایستل شوي دي.
تر دې مخکې د وینزویلا حکومت ویلي و چې پر خاوره یې د امریکا له لوري برید شوی او هغه غندي.
ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټورت سوشل) کې کښلي: «د امریکا متحدو ایالتونو پر وینزویلا او د هغه پر مشر، ولسمشر نیکولاس مادورو، جې له خپلې مېرمنې سره یوځای و، پراخ بریالي بریدونه کړي، هغوی یې نیولي او په الوتکه کې له دې هیواده ایستلي دي. دا عملیات د امریکا د قانون له انفاذ سره سم ترسره شوي دي.»
ټرمپ همداراز لیکلي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن یې نیولي او له وینزویلا څخه یې ایستلي دي.
د مادورو د نیول کېدو تر اعلان مخکې نن سهار وختي د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د څو چاودنو د غږونه واورېدل شول او د بریدونو د ځایونو ویدیوګانې خپرې شوې چې ویل کېږي د شنبې شاوخوا دوه بجې شوې دي.
خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د ګډوډۍ په منځ کې الوتکې د کاراکاس پر فضا ګرځېدې او د ښار په بېلابېلو برخو کې د لوګي او لوخړې لیدل شوې دي.
د وینزویلا د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، دا چاودنې نه یوازې په کاراکاس ښار کې، بلکې د میراندا، آراګوآ او لاګوایرا په دریو ایالتونو کې هم شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د کاراکاس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د ښار په جنوب کې یوې سترې پوځي هوايي اډې ته نژدې برېښنا پرچاو شوې وه، او د ښار په ځینو سیمو کې د لوګي لیدل کېدل او لوړ غږونه اورېدل کېدل. څو ساعته وروسته، همدې خبري اژانس راپور ورکړ چې د وینزویلا حکومت د شنبې په سهار بیړنی حالت اعلان کړی او له ټولو سیاسي او مدني ډلو یې غوښتي چې عمومي تیارسی پیل کړي.
تر دې وړاندې، د امریکا د سيبياېس شبکې یوه خبریال په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي و چې پر وینزویلا د برید پیل «د ډونالډ ټرمپ په امر» شوی دی.