کونړ کې زلزله ځپلي د ژمي یخې هوا ته پاته دي، یونسف پرې اندیښنه ښودلې
د کونړ ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د هوا سړېدو یې په خیمو کې ژوند نور هم ستونزمن شوی دی.
دا کورنۍ چې کورونه یې د اګست د ۳۱مې په زلزله کې ویجاړ شوي، وايي چې ماشومان او پاخه عمر لرونکي غړي یې ټول ناروغان شوي او که بیړنۍ مرستې ور ونه رسیږي، وضعیت به یې ورځ بلې ته لا خراب شي.