ټرمپ ایران ته؛ که د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړئ له سخت غبرګون سره به مخ شئ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که چیرته د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړي له "سخت غبرګون" سره به مخ شي.هغه دا څرګندونې پرون یکشنبې ناوخته د (جنوري ۴مه) د اییرفورن ون په الوتکه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.د ټرمپ په ټکو،" که ایران د پخوا په څیر د خلکو وژنه پیل کړي د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي".د ټرمپ دا خبرداری په داسې حال کې دی چې په ایران کې مظاهرې نهمې ورځې ته غځیدلي دي.راپورونه او ویډیوګاني ښيي چې تیره شپه د تهران په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي.د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.په ویډیوګانو کې لیدلي کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو اوښکې بهونکي ګاز کاروي.په ایران کې دا مظاهرې د تیرې یکشنبې په ورځ د ایراني پیسو (ریالو) د بې سارې راښکته کیدو له کبله په تهران کې پیل او وروسته نورو ښارونو ته وغځیدې.